توضیحات
په خېبر پښتونخوا کې یو زیات شمېر ښځې د خپلو حقونو د پوهاوي، زده کړو، اقتصادي فرصتونو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډیجیټل پلېټفارمونه کاروي. خو د دغو پلېټفارمونو د خوندي کارونې په برخه کې ښځې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي.دا چې حکومتي ادارې د ښځو د ډیجیټل خوندیتوب لپاره کوم اقدامات کوي، په دې اړه مهم معلومات دلته د اسلام ګل افریدي په راپور کې اورېدلی شئ.