توضیحات
ګل اغا احمدي وردګ یو لیکوال، شاعر، ژباړن او فرهنګي شخصیت دی چې د افغانستان د پوهنې، ټولنیزو خدمتونو او ادبي فعالیتونو په برخه کې یې اوږده موده کار کړی دی. نوموړي د جګړو او کډوالۍ له ستونزو سره سره خپلو زده کړو او کلتوري هڅو ته دوام ورکړی او اوس په ملبورن کې ژوند کوي. په دې مرکه کې له ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ سره د هغه د ژوند، زده کړو، لیکوالۍ، کتابونو، کډوالۍ تجربې او په اسټرالیا کې د اوسنیو کلتوري فعالیتونو په اړه خبرې کوو.