توضیحات
د اګسټ د میاشتې ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له څلورمې کالیزې سره برابره ده. په تېرو څلورو کلونو کې د حکومتوالۍ، اقتصاد، بشري حقونو، مدني ازادیو او رسنیو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې پراخ بدلونونه راغلي دي. په دغه رپوټ کې مو د طالبانو څلور کلنې واکمنۍ او په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده.