توضیحات
د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې له ۵۰۰ څخه زیات ماشومان زنداني دي. دغه ماشومان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او له مختلفو ستونزو سره مخ دي. اسلام ګل افریدي په زندانونو کې د ماشومانو ستونزو ته کتنه کړې او په دې اړه یې یو رپوټ را استولی. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.