• 5 ماه پیش

  • 2

  • 08:58

په آسټرالیا کې کډوالو ته د لامبو د زده‌کړې نوې هڅه

SBS Pashto - اس بي اس پښتو
0
توضیحات
Uniting Circle، چې یوه څو کلتوري ټولنه ده، په دې وروستیو کې د سیډني په لوېدیځ سیمه کې د لامبو د زده‌کړې یو نوی پروګرام پیل کړی دی. د دې پروګرام موخه دا ده چې تازه را رسېدلي افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځې، د اوبو د خوندیتوب ابتدایي مهم مهارتونه زده کړي. دا پروګرام هڅه کوي چې نویو راغلو کډوالو ته یو خوندي او کلتوري‌ پلوه چاپېریال کې د لامبو د زده کړې شرایط برابر کړي، څو هغوی وکولی شي نه یوازې لامبو زده کړي، بلکه په آسټرالیا کې د ژوند کولو لپاره هم چمتو شي. د دې پروګرام د موخو، د نوم‌لیکنې د لارو چارو اړونده مالوماتو لپاره مو ددې ټولنې له یوې غړیې برشنا ده سبزي سر مرکه ترسره کړیې. لا زیات مالومات دلته په مرکه کې اوریدلی شئ.

با صدای

رده سنی
محتوای تمیز
تگ ها
shenoto-ads
shenoto-ads