• 1 هفته پیش

  • 0

  • 16:40

د اسټرالیا پارټنر ویزه؛ افغانې کورنۍ باید کوم شرایط په پام کې ونیسي؟

SBS Pashto - اس بي اس پښتو
0
توضیحات
په اسټرالیا کې د ژوند د ملګري ویزه (Partner Visa) د افغانو کورنیو لپاره له مهمو ویزو څخه ګڼل کېږي. د اسټرالیا د پارټنر ویزې غوښتنلیک په خپله هم یو اوږد، پېچلی او لګښت لرونکی بهیر دی. غوښتونکي باید د قانوني شرایطو، اړینو اسنادو، مالي لګښتونو او د غوښتنلیک د بېلابېلو پړاوونو په اړه بشپړ معلومات ولري. د افغانانو په ګډون، د ډېری کډوالو کورنیو لپاره له خپلې مېرمنې، مېړه او یا د کورنۍ له غړو سره یوځای کېدل یوه مهمه مهاجرتي موضوع ده. خو څوک کولای شي د پارټنر ویزې لپاره غوښتنه وکړي؟ د اړیکې د ثابتولو لپاره کوم اسناد او شواهد اړین دي؟ او کومې تېروتنې کولی شي د یوې دوسیې پر پایله اغېز وکړي؟ په همدې موضوع د لا زیاتو معلوماتو لپاره نن له اسټرالیا مېشت حقوق پوه او مدافع وکیل، ډاکټر نذیر داور سره خبرې کوو، څو د پارټنر ویزې د شرایطو، غوښتنلیک د پروسې، اړینو اسنادو، د ارزونې د مودې او هغو مهمو ټکو په اړه معلومات ترلاسه کړو چې غوښتونکي یې باید په پام کې ونیسي.

با صدای

رده سنی
محتوای تمیز
تگ ها
shenoto-ads
shenoto-ads