• 1 هفته پیش

  • 0

  • 16:40

اسټرالیا ته د خپل ژوند د ملګري یا ملګرې د راوستلو ویزه؛ کوم شرایط باید په پام کې ونیول شي؟

SBS Pashto - اس بي اس پښتو
0
توضیحات
په اسټرالیا کې د ژوند د ملګري یا ملګرې ویزه (Partner Visa) د افغانو کورنیو لپاره له مهمو ویزو څخه ګڼل کېږي. د اسټرالیا د پارټنر ویزې غوښتنلیک په خپله هم یو اوږد، پېچلی او لګښت لرونکی بهیر دی. غوښتونکي باید د قانوني شرایطو، اړینو اسنادو، مالي لګښتونو او د غوښتنلیک د بېلابېلو پړاوونو په اړه بشپړ معلومات ولري. د افغانانو په ګډون، د ډېری کډوالو کورنیو لپاره له خپلې مېرمنې، مېړه او یا د کورنۍ له غړو سره یوځای کېدل یوه مهمه مهاجرتي موضوع ده. خو څوک کولی شي د پارټنر ویزې لپاره غوښتنه وکړي؟ د اړیکې د ثابتولو لپاره کوم اسناد او شواهد اړین دي؟ او کومې تېروتنې کولی شي د یوې دوسیې پر پایله اغېز وکړي؟ په همدې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مو په سېډني کې له مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور سره مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.

با صدای

رده سنی
محتوای تمیز
تگ ها
shenoto-ads
shenoto-ads