توضیحات
د اقتصادي چارو شنونکي وړاندیز کوي چې د تېلو د قیمتونو د کنټرول لپاره، د طالبانو حکومت باید د اسعارو د تبادلې ارزښت ثابت وساتي، عامه ترانسپورت ته د خلکو پام زیات کړي، پر وارداتي تېلو ګمرکي محصول کم کړي، د احتکار او قاچاق مخه ونیسي او د تولیدي انرژۍ له کورنیو زېرمو څخه اغېزمنه استفاده وکړي.