• 1 هفته پیش

  • 3

  • 11:00

پاکستان: د خیبر پښتونخوا په تیراه سیمه کې پوځي عملیاتو ځایي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

SBS Pashto - اس بي اس پښتو
0
توضیحات
د خېبر لرې پرته سیمې تېرا څخه د ځايي اوسېدونکو د بې‌کوره کېدو بهیر بیا پیل شوی دی. بې‌کوره شوې کورنۍ وايي چې د سختې یخنۍ په موسم کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د نوم‌ لیکنې او اسنادو د بشپړېدو بهیر هم لا تر اوسه په چټکۍ نه دی روان. دا ګام له هغې وروسته اخيستل شوی، چې حکومت په سيمه کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د پوځي عملياتو د پيل پرېکړه وکړه. تر اوسه ۲۵ زرو کورنيو ته لومړني اسناد ورکړل شوي، خو د شاوخوا ۵ زرو کورنيو ټوله پروسه بشپړه شوې ده. خلکو ته د سيمې پرېښودو وروستۍ نېټه د جنورۍ ۲۵ مه ټاکل شوې ده۔ مهرباني وکړئ نور مالومات په راپور کې واورئ.

با صدای

رده سنی
محتوای تمیز
تگ ها
shenoto-ads
shenoto-ads