• 1 هفته پیش

  • 3

  • 10:06

په یو وخت کې د ډېرو خوراکي رژیمونو تعقیبول: کارپوهان د روغتیايي زیانونو خبرداری ورکوي

SBS Pashto - اس بي اس پښتو
0
توضیحات
په اسټرالیا کې د خوړو د بېلابېلو رژیمونو او د ټولنیزو رسنیو د مشورو ډېرېدو له امله، زیات خلک په یو وخت کې څو رژیمونه سره ګډوي؛ دې چاري ته (diet stacking) ویل کېږي. اسټرالیايي غذایي او طبي متخصصین وایي، بې له مسلکي څارنې د څو رژیمونو تعقیبول د خوړو د بې‌نظمۍ خطر زیاتوي او کېدای شي د زړه ناروغۍ، د دویم ډول شکر، د ځینو سرطانونو او رواني ستونزو احتمال هم لوړ کړي. کارپوهان همداراز خبرداری ورکوي چې خلک کله ناکله د طبي سکرینینګ پر ځای په رژیم تکیه کوي، یا برعکس، له غیر ضروري ازموینو سره مخ کېږي. متخصصین سپارښتنه کوي چې د خوراک او هاضمې د ستونزو په اړه دې د معدې او کولمو ډاکټر یا خوراکي متخصص سره مشوره وشي. نور مالومات په راپور کې واورۍ.

با صدای

رده سنی
محتوای تمیز
تگ ها
shenoto-ads
shenoto-ads