توضیحات
په اسټرالیا کې مېشت افغان لیکوال او څېړونکي، ډاکټر نور احمد خالدي د افغانستان د تاریخ په اړه یو نوی کتاب لیکلی چې د "تاریخ مستند آریانا خراسان افغانستان" په نوم چاپ شوی. اس بي اس پښتو په همدې اړه له ډاکټر نور احمد خالدي، ډاکټر محمد عمر وردګ او ښاغلي انور منګل سره مرکې ترسره کړي دي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.