توضیحات
د پېښور سترې محکمې ته عریضه شوې چې د افغان نرښځیانو ژوند په افغانستان کې په خطر کې دی او باید له پاکستان څخه ونه اېستل شي. د اس بي اس پښتو خبریال اسلام ګل افریدي د همدغې موضوع په اړه له خیبر پښتونخوا څخه رپوټ را استولی دی، لا ډېر جزیات په رپوټ کې اورېدلی شئ.